د هېواد پخواني ولسمشر، حامد کرزي په سیاسي او سولې چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې سره کتلي دي. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د دوحې د راتلونکې غونډې ترڅنګ د زده کړو او په هېواد کې د پاېیدونکې سولې او ټیکاو لپاره د ملي ډيالوګ پر پیل ټینګار وشو. غونډه کې د وروستیو سیلابونو له زیانمنو سره د ملګرو ملتونو له مرستو هم مننه وشوه.
































