د ملي مصالحې عالي شورا وایي، د طالبانو د څلور سوه بندیانو د خوشي کولو لړۍ درېدلې ده. د دې شورا ویاند ویلي چې د زندانیانو د خلاصون په پروسه کې یو شمېر هېوادونه ملاحظات لري، نو له همدې امله د زندانیانو د خوشي کولو لړۍ درېدلې ده، څو شته ستونزې حل شي. بلخوا طالبان بیا وایي چې د زندانیان تر خوشي کېدو وروسته به د بین الافغاني مذاکراتو نېټه مشخصه شي. د دې تر څنګ ولس بیا د دې غوښتونکی دی چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل شي، زندانیان دې خوشي شي او اوسني خونړي وضعیت ته دې د پای ټکی کېښودل شي.
افغان حکومت د څلور سوه طالب زندانیانو د خوشي کولو لپاره مشورتي لویه جرګه راوبلله او دې جرګې حکومت ته مشوره ورکړه چې د طالبانو څلور سوه بندیان دې خوشي کړي. ولسمشر د جرګې له پرېکړې څو ورځې وروسته د طالبانو د بندیانو د خوشي کولو فرمان صادر کړ او سپارښتنه یې وکړه چې ژر تر ژره دې دغه پروسه بشپړه شي. د زندانیانو د خوشي کولو تاوده غبرګونونه وپارول او ټول اړخونه دې ته هیله من شول چې ژر به بین الافغاني خبرې پلېږي. په لومړي سر کې خو داسې ګنګوسې وې چې ښایي په درېیو یا شپږو ورځو کې بین الافغاني مذاکرات پیل شي، خو تر دې دمه لا د طالبانو د بندیانو په پروسه کې ستونزې موجودې دي.
تازه یو شمېر رسنۍ وایي چې ځینې هېوادونه د طالب بندیانو د خوشي کولو په تړاو ملاحظات لري. د دغو هېوادونو له ډلې یو هم فرانسه دی چې په رسمي توګه یې د ځینې طالب بندیانو د نه خوشي کولو غوښتنه کړې ده. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو په بندیانو کې داسې کسان دي چې په افغانستان کې یې د فرانسوي وګړو په وژلو کې لاس درلود. د دوی په خبره، درې داسې بندیان همدا اوس په دغه څلور سوه کسیز لېست کې شامل دي چې د فرانسوي وګړو په وژلو تورن دي او حکومت یې باید خوشي نه کړي.
له دې سره جوخت د ملي مصالحې عالي شورا ویلي چې د ځینو هېوادونو په غوښتنه د زندانیانو د خوشي کولو پروسه درول شوې ده. د دې شورا په خبره، یو شمېر هېوادونه وايي چې په دې ډله طالب بندیانو کې داسې کسان شته چې دوی ورباندې دعوه لري او افغان حکومت یې باید خوشي نه کړي. د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي، دغې شورا له یادو هېوادونو سره خبرې پیل کړې دي او هڅه کوي دغه پروسه بشپړه شي. د ده په خبره، د ملي مصالحې عالي شورا غواړي چې د زندانیانو د خوشي کولو پروسه بشپړه شي او په دې توګه ژر تر ژره د سولې د راتګ په موخه بین الافغاني مذاکرات پيل کړل شي.
بلخوا د طالبانو د قطر دفتر ویاند بیا وایي چې د څلور سوه پاتې طالب بندیانو تر خوشي کولو مخکې په هېڅ صورت بین الافغاني خبرې نه پيلوي. نوموړي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي چې بین الافغاني خبرو ته تیار دي، خو د زندانیانو تر خلاصون مخکې دا پروسه نه پيلوي. دوی وایي، د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره هېڅ راز نېټه هم نه ده مشخصه شوې او همدا چې طالب بندیان خوشي کېږي، دوی به بین الافغاني مذاکرات له افغاني سیاسي جهتونو سره پیلوي.
د زندانیانو د خلاصون او بین الافغاني مذاکراتو د ځنډېدو ستونزه داسې مهال رامنځ ته کېږي چې عام افغانان نور له جګړو ستړي شوي دي او ددې غوښتونکي دي چې ژر تر ژره باید مذاکرات پيل شي او روانه جګړه پای ته ورسول شي. د سولې مشورتي لویې جرګې هم په زغرده له حکومت وغوښتل چې د سولې خبرې وکړي، دوی پر طالبانو هم غږ وکړ چې ژر تر ژره دې د سولې غوښتنه ومني او له جګړو دې لاس په سر شي.
































