د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال ویلي، سرپرست حکومت به د دوحې په درېیمه غونډه کې د خپل دریځ د منلو په شرط ګډون وکړي. ارګ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې سیاسي مرستیال دغه موضوع په سیاسي او سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې رزماري ډیکارلو سره په کتنه کې یاده کړې ده. نوموړي ویلي، اوسمهال په ټول افغانستان کې مرکزي حکومت حاکم دی چې یو امیر لري او اطاعت یې کوي. د رییس الوزرا سیاسي مرستیال څرګنده کړې چې اوس په حکومت کې ۸۵ زره ښځې کار کوي.
































