د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او اووه تنه نور د چورلکې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شوي. یاده چورلکه تېره ورځ د ایران په شرقي اذربایجان کې نسکوره شوې وه، چې له نسکوريدو وروسته په بشپړه توګه سوځېدلې ده. تر دې دمه کوم ایراني چارواکي د دغه خبر پخلی نه دی کړی خو د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر، حسن کاظمي قمي او د ایران د ولسمشر اجرايي مرستیال، محسن منصوري پر خپلو اېکس پاڼو «إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ.» لیکلي دي.
































