د کلیو، بیارغونې او پراختیا د سرپرست وزیرله خوا په میدان وردګو ولایت کې د اوبو رسولو ۱۶ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. دغه شبکې د یونیسف دفتر په مالي مرسته د میدان وردګو ولایت په مرکز، سیدآباد، نرخ، جغتو، بهسود او جلریز ولسوالیو کې د څه باندې ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د ۷ نویو او ۹ ترمیماتي شبکو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په دغو شبکو کې د ۶۰، ۵۰ او ۲۰ متر مکعب په وړتیاوو د اوبو زېرمو جوړول او بیا رغول، د ۸۷۲ نل لیکو نښلول، د ۱۲۲ لمریزې برېښنا تختو نښلول او د ۴۶ زره ۳۰۵ مترو په اوږدوالي پایپ لاین غځول شامل دي. د یادو شبکو د کار په جریان کې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې د مرکز او نوموړو ولسوالیو ۲۸۱۶ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.
































