له نایجر هېواد څخه د امریکايي ځواکونو وتل پیل شوي او د سپټمبر تر ۱۵مې به بشپړ شي. د امریکا د دفاع وزارت او د نایجر د چارواکو ترمنځ تر څو ورځنیو خبرو وروسته، نایجر او امریکا په ګډه اعلامیه کې وویل، دوی د سرتېرو د وتلو پر سر سلا شوي دي. کله چې نایجر په دغه هېواد کې د ۶۵۰ امریکايي سرتېرو حضور غیرقانوني وباله، د دغو سرتېرو د وتلو بهیر پیل شو.
































