په بغلان کې د ټرافیکي پېښې له امله ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بغلان د ترافیکو مدیریت ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه د دوو ۸۵۰ ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې پکې ۵ تنه مړه شوي او ۱۳ نور ټپيان دي. د دغه ولایت د ترافیکو مدیر ویلي، له ټکر وروسته یو موټر له کور سره لګېدلی چې څلور کسان یې مړه کړي دي. د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې.
































