د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د ايران د ولسمشر ابراهيم رئيسي د څرخکې د لوېدلو په اړه رسنيو سره خبرې کړې دي.
نوموړي د ولسمشر ابراهيم رئيسي د يادې پېښې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او هيله یې ښودلې، چې ولسمشر ابراهيم رئیس او څرخکې کې نور ناست کسان وژغورل شي.
نوموړي وويل، چې هېواد يې اړوند حالاتو ته پاملرنه کوي او د اړتيا له مخې به د ژغورنې کارونو ته ملاتړ او مرستې برابرې کړي.































