د ترکیې نړۍوال هوایي شرکت ترکش ایرلاین تر دوه کلن ځنډ وروسته نن سهار بېرته کابل ته خپل پروازونه له سره پیل کړل. د ټرانسپورټ وزارت مسوولین وایي، دغه نړۍوال هوایي شرکت به تر دې وروسته په اونۍ کې څلور پروازونه د کابل او استانبول ترمنځ ترسره کړي. اقتصادي شنونکي په دې باور دي، چې هېواد ته د نړۍوالو هوایي شرکتونو ډېرېدل به د دې لامل شي، چې افغان سوداګر ځینې توکي د هوا له لارې بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر نړۍوالو هوایي شرکتونو افغانستان ته خپل پروازونه له سره پیل کړي وو.
































