د لغمان د مرکز مهترلام په سراج تاریخي کلا کې د «سمسور لغمان» پسرلنۍ دودیزه کلنۍ مشاعره د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري ترسره شوه. مشاعرې ته راغلو ګډونوالو له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه کړې چې د ځوانانو د همغږۍ یووالي او مثبتو فکرونو د انتقال لپاره پر داسې برنامو کار کوي. له بېلابېلو سیمو څخه راغلو شاعرانو د غزل او ترنم په ژبه د ټولنې د پرمختګ ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې شعرونه وویل. همدارنګه د مشاعرې سره جوخت د مطالعې فرهنګ دودولو په موخه د کتابونو نندارتونو او د هنرونو د ښکلا ښودولو په موخه هنري نندارتون هم جوړ شوی و.
































