د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امامالدیدن احمدي وايي، چې هرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد له هوايي ډګرونو څخه له ۲۰ تر ۳۰ نړیوالې الوتنې کېږي. اخوا د فلای دوبۍ نړۍوال شرکت چې تازه یې په پلازمېنه کابل کې خپله رسمي استازولۍ پرانیستې، وايي په ۲۴ ساعتونو کې افغانستان ته دوه الوتنې لري او د راتلونکې جون میاشتې په درېیمه به یوه بله الوتنه هم زیاته کړي، چې له دې سره به یې د الوتنو شمېر درېیو ته پورته شي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان اوسمهال ۲۷ هوايي ډګرونه لري، چې له پنځو یې نړۍوالي الوتنې ترسره کېږي او پاتې هغه یې د کورنیو الوتنو لپاره کارول کېږي.
































