په تېره یوه میاشت کې په هېواد کې د اسهال د شدیدو ناروغانو شمېر اته زره ته رسېدلی دی. د عامې روغتیا وزارت وايي، دغه شمېرې ښيي چې په هېواد کې په نس ناستي د اخته کسانو شمېر یو څه زیات شوی دی. د عامې روغتیا وزارت د ویاند، شرافت زمان امرخیل په وینا، دا شمېر د تېرو میاشتو په پرتله زیات دی. له دې سره هممهاله د انتاني روغتون ډاکټران د ګرمۍ او سېلابونو له امله د ساري ناروغیو د زیاتوالي خبر ورکوي. دوی وايي چې هره ورځ له ۵۰ تر ۶۰ کسان چې ډېری یې پر نس ناستي اخته دي، دغه روغتون ته ورځي.
































