د سرپرست حکومت د کابينې په ۲۲مه غونډه کې د ټولګټو وزارت له لوري د سړکونو د اندازې او حريم معلومولو په اړه چمتو شوې مسوده تایيد شوې او ياد وزارت ته دنده سپارل شوې، چې په دې اړه د عامه پوهاوي چارې ترسره او د لويو لارو په اوږدو کې د سړکونو د اندازې اړوند معلوماتي لوحې نصب کړي. دغه راز په دې غونډه کې د سرپرست حکومت اقتصادي له لوري په هېواد کې د وروستيو سېلابونو له امله د مړه شویو، ټپيانو او مالي زيانونو په اړه ارقام او معلومات وړاندې شوي او اړوند ادارو ته سپارښتنه شوې، ترڅو زيانمنو شويو هېوادوالو سره مرسته وکړي او هغوی ته په ښه توګه رسېدنه وکړي.
































