اروپايي ټولنې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره شاوخوا ۴۰۰ زره یورو چې څه باندې ۳۰ میلیونه افغانۍ کېږي، ځانګړې کړې دي. دې ټولنې نن په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې بشري مرستو موخه په بغلان، بدخشان او تخار ولايتونو کې له زيانمنو شويو کورنيو سره د بېړنيو مرستو رسول دي. په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند ضیاالدین صافي پرون ویلي، چې د مې په میاشت کې د افغانستان په شمالي، شمال ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۵۴۰ کسان مړه شوي دي.
































