د پکتیکا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارو د پیل خبر ورکړی دی. سرچینې ویلي، چې د یاد ولایت په برمل ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ د ۲۳ ميلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰۰۰ متره په اوږدوالي ګبیوني دېوال رغول کېږي او پر ۲۶۵ جریبه ځمکه د اوبو د زېرمې لپاره کوچني کوچني ډنډونه جوړېږي. د ویلو ده، چې په دغه پروژه کې د سیمې ۸۵۲ تنو ته د شپږو میاشتو لپاره د کار زمينه برابره شوې ده.
































