د اروزګان د کلیو، بیا رغوونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس عبدالغني بلال ویلي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۶ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
د یادې شبکې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د جنوبي ولایتونو لپاره د یونیسف مشر پرانسس بوټيچي وویل، چې غواړي په اروزګان کې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زیاتوالي لپاره د پاکو اوبو ۲۴ ذخیرې جوړې کړي، چې په لومړي پړاو کې به د شپږ ذخیرو چارې پیل شي.
































