پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د تېرو یوولس ورځو پرمهال د سېلابونو له امله ۲۹۴ کسان مړه او ۲۶۶ کسان هم ټپیان شوي دي. د دغه وزارت ویاند عبدالله جانان سایق وايي، سېلابونو په بغلان، غور، تخار، فاریاب، بدخشان، سمنګان، بادغیس، بامیان او کاپیسا ولایتونو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. نوموړی زیاتوي چې په دغو سېلابونو کې د هستوګنې زرګونه کورونه په بشپړه او نیمه بشپړه توګه ویجاړ شوي او تر ۶۰۰۰ ډېر څاروي هم لهمنځه تللي دي. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي د سختو سېلابونو راوتو لامل اقلیمي بدلون یادوي او وايي چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
































