د سرپرست حکومت چارواکو ویلي، چې سېلاب ځپلو سره د مرستو او هغوی ته د سرپناه د جوړولو لپاره دې مالیې وزارت افغاني او ډالري حسابونه پرانیزي. رییس الوزرا په یوه تازه حکم کې راغلي، چې د دغو حسابونو په پرانیستلو سره به د مرستو لپاره يو روڼ ادرس موجود وي او هم به اړمنو هېوادوالو ته په سمه توګه ورسول شي. د دغه حکم له مخې به راټولې شوې مرستې د کور او ښار جوړولو وزارت تر مشرۍ لاندې د یو شمېر وزارتونو په غړيتوب د يوې کمېټې له لارې د رياستالوزرا مقام د هدايت اخيستلو څخه وروسته د تدارکاتي، بودجوي، تخصيصاتي او تادياتي مراحلو څخه پرته په یادو برخو کې وکارول شي. یاد حکم کې دغه راز له ټولو هېوادوالو ملي او نړيوال مرستندويه بنسټونه غوښتل شوي، چې خپلې مرستې دنوموړو حسابونو له لارې ترسره کړي.
































