د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په شمال ختیځ او شمال لویدیځو سیمو کې وروستیو سېلابونو چې له ۸۰ زرو څخه یې ډېر خلک يې اغېزمن کړي؛ ښایي دغه خلک د ناخوندي خوړو له ناورین سره هم مخامخ شي. دغه پروګرام په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې ډېری دغه سېلاب ځپلې سیمې “د لوږې مرکزونه” دي او لا دمخه د خوړو د خوندیتوب له ناورین سره مخ دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی په زیانمنو شویو ولسوالیو کې پر خلکو ډوډۍ او خوراکي توکي هم وېشلي دي. یاد پروګرام وایي، چې د سېلاب ځپلو لپاره اضافي ۱۴.۵ مېلیون ډالرو ته اړتیا لري؛ چې پر مټ یې د بېړنيو خوراکي توکو او تغذیې پروژې پرې تر پوښښ لاندې راشي.
































