د ټرمپ د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن وایي ایران ته د ټرمپ ګواښونه د اندېښنې وړ نه دي. نوموړي په یوه تازه خپره کړې مقاله کې ویلي امریکا په یو اړخیزه توګه له ایران سره له شوې اټومي هوکړې وتلې ده نو له دې امله حق نه لري چې د ایران پر وړاندې د ماشې میکانیزم ته ور وګرځي. دده په خبره د ټرمپ د ماشې میکانیزم هېڅ د اندېښنې وړ نه دی، ځکه دا پرېکړه به یې هم د تسلیحاتي تحریم په څېر په امنیت شورا کې رایه و نه ګټي. ټرمپ ګواښ کړی دی چې د ایران د مهارولو لپاره د ماشې میکانیزم ته ورګرځي ځکه نړیوالو پر دغه هېواد تسلیحاتي طرحې ته مثبته رایه ور نه کړه، خو ددې اړتیا ده چې ایران کنټرول کړل شي.
































