د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د غر ښويېدنې له کبله ۱۵ هستوګنیز کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۲۶ کورنه له د ویجاړېدو له خطر سره مخ شوي دي. د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر حکمت الله محمدي ویلي چې دغه پېښه د راغستان ولسوالۍ اړوند د خیفچ کلي په روینج سیمه کې تېره شپه ۸ بجې رامنځته شوې ده او ځاني تلفات نه لري. د نوموړي په خبره د دغه پېښې له کبله د سیمې اوسېدونکو ته مالي زیانونه اوښتي او دمګړۍ ۲۶ نور کورونه هم د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
































