د پنجشېر د صنعت او سوداګرۍ ریاست په دغه ولایت کې د صنعتي پارکونو جوړولو طرحې د نهايي کولو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریيس امین الحق صاحبي ويلي چې د یادې طرحې له مخې به صنعتي پارکونه په مرکز بازارک او پریان، حصه او عنابه ولسواليو کې جوړ شي. د نوموړي په خبره هغه سیمې هم مشخصي شوي، چې د چمتو شوې طرحې له مخې به په کې صنعتي پارکونه جوړېږي. صاحبي زیاته کړې، چې د صنعي پارکونو جوړولو د مالي ملاتړ په موخه يې له سیمه ییزو چارواکو، د سرپرست حکومت له لوړ پوړو چارواکو او بهرنیو ډونرانو سره خبرې کړي او د هغوی د همکارۍ ډاډ يې ترلاسه کړی دی.
































