د چین دولت رئیس شي جين پینګ د مې په ۲۰مه د چاد د نوي ولسمشر په توګه د محمد ادريس دیبای د ټاکل کېدو په مناسبت هغه ته د مبارکۍ پيغام ولیږه.
شي جين پينګ په دې پیغام کې وویل، چین له چاد سره د اړیکو ټینګښت ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له ولسمشر محمد ادريس سره په ګډه کوښښ وکړي چې د دواړو هيوادونو يو له بل څخه ملاتړ او همکاريورد لا ژورې شي.































