د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په تېرو دوو ورځو کې د تورخم له لارې ۱۲۲ افغانې کورنۍ، چې ۶۶۵ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي. د یاد وزارت په وینا؛ تېره ورځ ۲۷۶۹ تنه افغان کډوال له ایران څخه هم د اسلام کلا بندر له لارې په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د راستانه شویو يو شمېر کډوالو ته نغدي مرستې وېشل شوې او يو شمېر نور يې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړيوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوي دي.
































