افغان حکومت وايي حج ته د تګ په پروسه کې د فساد د مخنیوي لپاره په نوو اقداماتو لاس پورې کوي. د حج او اوقافو سرپرست وزیر محمد قاسم حلیمي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي د حج لپاره د نوملیکنې او نورو اړوندو اداري پروسو په برخه کې د اداري فساد د مخنیوي لپاره نوملیکنه په انلاین بڼه ترسره کېږي. دده په خبره دغه پروسه به د حاجیانو په لګښتونو کې د کمولو او همدا راز د اداري فساد په مخنیوي کې ګټوره تمامه شي. هغه وایي په دې تړاو یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت سره یوه هوکړه هم لاسلیک کړې چې تر دې دمه عملي شوې نه ده، خو تمه لري چې ژر تر ژره عملي کړل شي. له افغانستان هر کال ۳۰ زره کسان سعودي عربستان ته د حج په مراسمو کې د ګدون لپاره ځي، خو سږکال د کرونا د خپرېدو له امله له افغانستان چا د حج په مراسمو کې ګډون نه و کړی.
































