د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې روسیې او پاکستان په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت او د افغانستان لپاره د تماس ډلې پر جوړېدو ټینګارکړی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له یادې غونډې وروسته په خپله وینا کې وویل، چې د غونډې غړو د افغانستان لپاره د شانهګای د همکاریو سازمان د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیلېدو په ګټه خبرې وکړي، دا یو ګټور میکانیزم دی چې څنګه په دغه هېواد کې د وضعیت عادي کولو ته دوام ورکوي او له افغان چارواکو سره مرسته کوي، چې د ټولو قومي او سیاسي ډلو د استازو په ګډون د ملت جوړونې له لړۍ ډاډ ترلاسه کړي. بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یوه اعلامېه کې په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت پر جوړېدو او د بشري حقونو د مسایلو پر مراعت کېدو د ټینګار ترڅنګ یې یو ځل بیا له کابله غوښتي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
































