د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان څانګې پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې په غور ولایت کې یې پر سېلاب ځپلو ۲۵ ټنه بشردوستانه مرستې وېشلې دي. د مالوماتو له مخې په دې مرستو کې روغتیايي توکي، خیمې او لمریز څراغونه دي. په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي جمشید تنولي ویلي(له ننګونو سره سره مو دا بېړنۍ مرستې د نږدې شریکانو په همکارۍ د څنګ لوري (هرات) له لارې وسپارلې.) د یادولو ده، چې په غور کې وروستیو سېلابونو نږدې درې زره هټۍ او شاوخوا ۱۰ زره کورونه زیانمن کړي دي. په غور کې له خونړیو سېلابونو وروسته د دغه ولایت مرکز فیروز کوه ښار هټۍ والو له سرپرست حکومت څخه د اوږدمهاله پور غوښتنه کړې ده.
































