د راپورونو له مخې ناروې، ایرلنډ او اسپانیا په یوه تاریخي ګام کې اعلان وکړ، چې فلسطین د یوه دولت په توګه پېژني. د ناروې صدراعظم یوناس ګهر تورې وایي، هېواد یې د همدې مې میاشتې له ۲۸مې وروسته فلسطین د یوه دولت په توګه پېژني. د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس په وینا نوموړي پرون ویلي، چې له دغې رسمیت پېژندنې پرته په منځني ختیځ کې سوله نه شي راتلی. د ایرلینډ صدر اعظم سیمون هاریس او د اسپانیا صدر اعظم پیترو سانچز هم له ناروې سره په همغږۍ ورته اعلان کړی دی. دغه ګام د اسراییل غصه پارولي او د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر اسراییل کتز سملاسي له ایرلینډ او ناروې څخه خپل سفیران وربللي دي.
































