د پکتیکا ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ۸۰ زره ډالرو په لګښت د نهاري پل د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي، چې د یحیی خېلو ولسوالۍ اړوند په غیب خېل سیمه کې یاد پل د یوه کس په شخصي لګښت جوړېږي. د مالوماتو له مخې دغه پل۴۰ متره اوږدوالی او ۳.۵ متره لوړوالي لري. د یادولو وړ ده، چې د دې پل د جوړولو پرمهال د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د دوه میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.
































