د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د یوکي سیبري روسي شرکت له رییس یوري پياتکین، د سایبریا سوداګرو د ټولنې استازو او د هغوی له افغاني شریکانو سره کتلي. د کانونو او پټرولیم وزارت وایي؛ د یوري پياتکین شرکت رییس په یاده کتنه کې ویلي چې غواړي د افغانستان د نفتو او ګازو په کانونو پانګونه وکړي. ورته مهال د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر یادو سوداګرو ته د هرکلي ترڅنګ ویلي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې هرډول همکارۍ ته چمتو دی.
































