د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي، هېواد یې له نړېوالو هوايي شرکتونو سره له نږدې کار کوي، څو د یو میکانیزم له مخې خپلې الوتنې افغانستان ته پيل او دوه اړخیزه سوداګري پياوړي کړي. محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې قطر لېواله دی چې د سرپرست حکومت استازو په شتون کې د دوحې راتلونکې غونډه یوې مالومې پایلې ته ورسیږي. په دې لیدنه کې اقتصادي مرستیال د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ته ویلي، له ټولو هېوادونو سره پراخې سیاسي – اقتصادي اړیکې غواړي او د همدې سیاست په غوره کولو سره دوه اړخیز تعامل ته را وړاندې شوي دي. نوموړي د سرپرست حکومت د استازو له حضور پرته د افغانستان په اړه جوړیدونکې نړۍوالې غونډې بې پایلې بللي دي.
































