د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د قطر د سرې میاشتې ټولنې اړوند د خيريه نړيوالې پراختيايي څانګې له مشر دوکتور محمد صلاح ابراهيم سره لیدنه کې، په دوه اړخیزو اړیکو او له افغانستان سره د قطر د مرستو په دوام خبرې کړې. په دې لیدنه کې ابراهیم ویلي، چې د قطر سرې میاشتې ټولنې تر دې مهاله زرګونو افغانانو ته په روغتیايي او ښوونیزو برخو کې د خدمتونو وړاندې کولو سربېره، د وروستیو سیلابونو له امله زیانمن شویو ته هم اړینې خوراکي او غیرې خوراکي مرستې رسولې او په خبره یې د مرستو دا لړۍ به راتلونکي کې هم دوام ولري.
































