د خوړو نړیوال پروګرام، وایي، وروستیو سېلابونو د افغانستان په ځپل شویو سیمو کې سړکونه او پلونه ویجاړکړي چې د خوراکي موادو انتقال یې ستونزمن کړی دی. دې پروګرام پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، سخت کوښښ کوي چې مرستې اړو سیمو ته ورسوي. دغه پروګرام ویلي چې تراوسه یې نږدې شل زره سېلاب ځپلو ته خوراکي مرستې رسولې دي. د افغانستان د بغلان، غور او فاریاب په ګډون یو شمېر ولایتونه په دې وروستیو کې د ویجاړونکو سېلابونو شاهد و. دغو سېلونو خلکو ته له مالي زیانونو سربیره په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
































