د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشې د ځانګړې استازې مرستیال اندریکا راتویت له نړیوالو غوښتي چې افغانستان ته له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي لپاره زیاتې مرستې وکړي ځکه د هغه په وینا کوربنه ټولنې نه شي کولی او نه هم دا ظرفیتونه لري چې له بهرنۍ مرستې پرته د نو راستنیو شویو کوربه توب وکړي. نوموړي دغه غوښتنه تورخم ته د سفر په ترڅ کې په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرون د ملګرو ملتونو د بشري مرستونو د همغږۍ ادارې، اوچا په ټویټر کې خپره کړې، کړې ده. هغه ویلي چې د تېرکال له نومبر میاشتې راهیسې تراوسه نیم میلیون افغان کډوال له پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه شوي او زیاته کړې یې ده چې دوی له تورخم نه نیولې ترخپلو اصلي مېنو یا نورو ځایونو پورې د تلو او هلته ترمېشتیدو پورې په ډېرو برخو کې مرستو ته اړتیا لري.
































