د امریکا د اوهایو ایالت چارواکي وایي چې سېنسېناټي ښار کې په یوه شپه پر اتلس کسانو ډزې شوې او په پایله کې یې څلور کسان وژل شوي او پاتې نور یې ټپیان شوي دي. پولیس وایي، د شنبې په شپه پر یو اتلس کلن ځوان ډزې وشوې چې پولیسو روغتون ته ورساوه، وروسته د روغتون مخې ته ډزې وشوې او درې کسان یې ټپیان کړل. پولیس زیاتوي، تر همدې پېښو درې ساعته وروسته خبر شول چې د همدې ښار په یوه بله څنډه کې وسله وال کس پر پلیو کسانو ډزې کړې دي چې په پایله کې یې څلور تنه وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي. چارواکي وایي، تر اوسه څرګنده نه ده چې د یادو پېښو علت څه و خو دوی په همدې تړاو خپلې څېړنې پیل کړې دي.
































