د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي، د افغانانو د ګټو خلاف به هیڅ ډول تصمیم ونه نیول شي. له یادې شورا څخه خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دا څرګندونې د سولي مشورتي لویې جرګې له اداري پلاوي سره په لیدنه کې کړې دي. عبدالله زیاته کړې، د سولې مشورتي لویې جرګې د افغانانو هیلې منعکسې کړې او افغان حکومت باید د یادې جرګې پرېکړې د سولې په برخه کې عملي کړي. نوموړي ویلي، د سولې مشورتې لویې جرګې پرېکړه لیک د ټولو افغانانو تصمیم دی، د سولې مرکچي پلاوی او د افغانستان حکومت به د سولې په مذاکراتو کې ترې ګټه واخلي. عبدالله د خپلو خبرو پر دوام ویلي، د افغانستان حکومت او خلکو د سولې په برخه کې خپل حسن نیت وښود، اوس دې طالبان له بهانو تېر شي او د سولې خبرو ته دې غاړه کیږدي.
































