د ډيجيټلي چين د ابادۍ اوومه سرمشريزه د مې په ۲۴مې نېټې د چین د فو جيان ولايت په فو جو ښار کې پرانيستل شوه.
دغه غونډه د ډيجيټلي ارزښت د پرانېستلو او نوي باکيفيته توليدي ځواک د پرمختګ په سرليک ترسره کيږي.
ياده سرمشريزه د ډيجيټلي چارو د سيسټم تر تنظيمېدو وروسته د ډيجيټلي چين د ابادۍ په تړاو لومړۍ سرمشريزه ده، چې پکې عمده فورم او څه باندې لس کوچني فورمونه شامل دي.
په دغې غونډې کې ((د ۲۰۲۳م کال د ډيجيټلي چین د پرمختګ راپور)) هم خپور شوی او د غونډې ګډونوالو ته د ۵۶ زره متره مربع په پراخوالي سيمې کې د ډيجيټلي چين د ابادۍ نوې لاسته راوړنې ښودل شوې دي.
































