روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۷۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره او ۶۷۶ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته دوه تنه مړه شوي او ۸۹ نور بیا بېرته رغېدلي دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه له کرونا وبا د مړه شویو کسانو شمېر یو زر او ۳۷۷ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۲۷ زره او ۳۱۲ ته پورته شوی دی.
































