هلمند کې د نشهیي توکو روږدو ته د درملنې ترڅنګ د حرفوي زدهکړو زمینه هم برابره شوې ده. د هلمند د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت مسوولین وايي، ۱۰۰ تنو معتادینو ته يې د موټر سایکل جوړولو او خیاطۍ روزنیز کورسونه پرانیستي دي، چې د مجربو استادانو لخوا ورته روزنه ورکول کېږي. هلمند کې د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ امر وايي، د دې کورسونو په پرانیستلو سره به تر درملنې لاندې معتادین د روغ صحت سره یو ځای ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شي.
































