د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ د دوه ورځني سفر لپاره انقرې ته رسېدلی دی. هغه د دغه سفر په لړ کې له یو شمېر ترکي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په انقره کې یې د دوو ارزښتمنو ورځو په لړ کې په افغانستان کې يې د ټولییزې ډیپلوماسۍ پر اړتیا، د مرګونو سېلابونو او ناورینونو وروسته له خلکو سره د مرستو او د افغانانو له بشري حقونو د ملاتړ په اړه یې د ترکیې له سفیر اوزان ارطغرل او نورو ترکي چارواکو سره خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، چې د افغانستان د خلکو ملاتړ په برخه کې د ترکیې له هڅو مننه کړې ده.
































