کراچۍ ښار کې د افغانستان د سرپرست حکومت سر کونسل وایي، چې د دغې کونسلګرۍ په هڅو د سېند ایالت له زندانونو څخه د یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه افغانان خوشې شوي دي. د عبدالجبار تخاري په وینا؛ اوسمهال د سند په زندانونو کې شاوخوا ۴۰ تنه زندانیان پاتې، چې د ازادولو لپاره یې هڅې روانې دي. بل پلو، په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د وېزې د اخیستو په برخه کې د اسانتیاوو د نشتوالي په ګډون له بېلابېلو ستونزو سرټکوي. د سرپرست حکومت د چارواکو د معلوماتو له مخې، د پاکستان له زندانونو څه باندې څلور زره افغان بندیان خوشي شوي، چې ۲۳۰ یې ښځې او ۲۵۰ ماشومان هم پکې شامل دي.
































