د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، غزني کې یې د اوبو مدیریت، ځکمې لاندې اوبو ذخیرې پیاوړتیا او د سېلابونو د مهار په موخه ۱۰ کوچني بندونه جوړ کړل. د دغو چکډېمونو ټولیز لګښت ۴۰ میلیونه افغانۍ دی چې د غزني بېلا بېلو سیموکې جوړ او تېره ورځ د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر له لوري یې پرانېسته وشوه. د سرپرست حکومت چارواکي وايي، چې د اوبو مدیریت په موخه د یو شمېر لویو بندونو ترڅنګ پر ۴۶۰ چکډېمونو کار پیل کړی، چې له نیماي زیات یې جوړ او پر پاتې نورو یې کار روان دی.
































