د اقتصاد وزارت مسوولین له نړیوال بانک او نړیواله ټولنې غواړي، چې په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي. ورته مهال په نړۍوال امنیت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د کور او ښار جوړولو وزارت له مرستیال مدارعلي کریمي بامیاني سره په کتنه کې په افغانستان کې د نړۍوال بانک په ګډون، د مرستندویه هېوادونو له لوري تمولیدونکو نیمګړو پروژو د بشپړولو په تړاو خبرې کړې دي. د اقتصادي چارو شنونکي وايي، چې د نړۍوال بانک له لوري د نیمګړو پروژو د چارو پيل به د ګڼو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو تر څنګ د اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.
































