د قطر سرې میاشتې د مرستو او نړۍوالې پراختیا مشر دوکتور محمد صلاح ابراهیم د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر سره لېدنه کې ژمنه کړې، چې د راستانه شویو کډوالو لپاره به کورونه جوړ کړي. دوکتور صلاح ابراهیم ویلي، دا چې څومره کورونه به جوړ او څه وخت به یې عملي چارې پیل شي، د قطر خېریه صندوق سره له مشورو وروسته به یې په اړه مالومات شریک شي. د قطر سرې میاشتې رییس همداراز د ورستیو سېلابونو زیانمنو سره د بشري مرستو په رسولو خبرې کړي دي.د قطر سرې میاشتې وړاندې تر دې کندهار کې د یو ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړولو ژمنه هم کړې ده.
































