د پکتیکا په شخیل اباد ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډیم د جوړولو چارې پیل شوې دي. د پکتیکا والي عبدالخالق عابد ویلي، چې د شخیل اباد ولسوالۍ اړوند بنوڅۍ سیمې په شیرګل کلي کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲۰ متره په اوږدوالي، ۵۶ متره سور او د لس متره په لوړوالي سره د یو چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې دي. نوموړي زیاته کړه، چې یاد چکډېم به د ۱۰۰زره متره مکعب اوبو د ذېرمه کولو وړتیا ولري چې ورسره به په سیمه کې د وچکالۍ په راکمولو کې مرسته وکړي. ورته مهال د پکتیکا مرستیال والي وايي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري یاد ولایت ته ۲۴ چکډېمونه منظور شوي چې د ځینو چارې راونې دي او د ځینو نورو به ډېر ژر پیل شي.
































