د هندوستان په چینای ښار کې د هند د غوره لیګ پایلوبه د کلکته نایټ رایډرز او سن رایزرس حیدراباد لوبډلو ترمنځ کېږي. دغه سیالي نن ماښام شپږنیمې بجې کېږي. په دواړو لوبډلو کې درې افغان لوبغاړي هم شته. د کلکتې لوبډله له ځان سره رحمنالله ګربز او الله محمدغضنفر او حیدراباد بیا فضل حق فاروقي لري، خو په پایلوبه کې یوازې د ګربز د لوبېدو چانسونه شته.
































