د هند په ګجرات ایالت کې د ساتیرۍ په یو پارک کې د اور لګېدنې پېښه کې ۲۴ تنه مړه شوي دي. دې پارک ته د رخصتیو په ورځو کې ګڼ شمېر کورنۍ د ماشومانو سره ورځي او د اوړي په موسم کې د سیلانیانو شمیر پکې بېخي ډېر وي. پېښه د راجکوټ په ولسوالۍ کې شوې ده. ښاروالې نیانا پیدهادیا رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ژغورنې عمله لا هم د پیښې په ځای کې سوځیدلې سیمه لټوي او ښایي چې د مړه شویو کسانو شمېر نور هم لوړ شي. د پولیسو یو چارواکي ویلي چې ځیني کسان دومره سوځیدلي چې پیژندګلوي یې نه کیدله. پولیسو همدارنګه ویلي چې د راجکوټ ولسوالۍ پولیسو د پیښې په تړاو دوه تنه نیولي دي.
































