سي ان ان د امریکا د استخباراتي اژانسونو په حواله راپور ورکړی دی چې ایران هم د امریکایي او نورو ایتلافي ځواکونو د وژنې پر سر طالبانو ته انعامونه ورکړي دي. راپور کې راغلي چې ایران یوازې په تېر کال کې تر شپږ بریدونه وروسته طالبانو ته پیسې ورکړې دي. سرچینې زیاته کړې، چې ایران حقاني شبکې ته پیسې ورکړې وې چې پر بګرام هوایي اډه برید تنظیم کړي. راپور کاږي د ډسمبر میاشتې په ۱۱مه پر بګرام هوایي اډه برید وشو چې په پایله کې یې د څلور امریکایي پرسونل په ګډون ۷۰ کسان ټپیان شول. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت که څه هم مشخص په دې اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې له طالبانو د ایران ملاتړ نه شي ردولی. دا راپور وروسته تر هغه ورکول کېږي چې څه موده وړاندې نیویارک ټایمز د امریکا د استخباراتي چارواکو له قوله راپور ورکړی و چې روسیې د امریکایي او ایتلافي ځواکونو د وژنې پر سر طالبانو ته انعام ورکړی دی خو دا خبر روسیې، طالبانو او ان امریکا رد کړ.
































