په زابل ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د زابل د امنیې قومندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر وايي، چې د دغه ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله ۳ تنه مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. د هغه په وينا، دا پېښه تېره شپه د زابل د شهر صفا ولسوالۍ د بريام په سيمه کې رامنځته شوې ده.
































