د بدخشان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس محمد اکرم اکبري وايي، چې د دغه ولايت د څلورمې امنيتي حوزې اړوند په مورچک کلي کې د سېلابونو له امله د يوې کورنۍ لس غړي مړه شوي دي. اکبري زیاتوي چې تر اوسه د دغې کورنۍ یوازې د یوه غړي جسد د کوکچې سیند کې موندل شوی او د نورو مړو د موندلو هڅې روانې دي.
































